د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د ناټو سازمان د پاروونکو اقداماتو په ځواب کې بیل انتخابونه لري. نوموړي نن له کرملین څخه د روسیې۱ شبکې ته په خبرو کې ویلي چې که چېرته ناټو او امریکا خپلو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي نو بیا دوی هم حق لري چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي. هغه ټینګار کړی دی چې دا ګزینې به د روسیې نظامي کارپوهان ده ته په ګوته کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې نن داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې روسیې د اوکراین له پولو څخه خپل ځواکونه په شا کړي دي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې یو امریکایي ډیپلوماټ ویلي وو چې د پوتین ګواښوونه وېروونکي دي او امریکا ته په کار ده چې د ډیپلوماسي له لارې مخکې لاړ شي.
































