په امریکا کې د کرونا نوې بڼه د سفرونو او تګ راتګ د اختلال سبب شوې ده. د راپورونو له مخې په امریکا کې د کرونا د اومیکرون بڼې د خپرېدو له امله د کریسمس په درشل کې ۲۶۱۷ پروازونه لغوه شوي او شاوخوا ۱۰۵۰۰ نور ځنډول شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي چې د رېل پټلۍ له لارې هم د سفرونو په لړۍ کې ځنډ راغلی دی. بلخوا د امریکا حکومت د جدي پاملرنې سپارښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې که امریکايي وګړي روغتیايي سپارښتنو او ځینو محدودیتونو ته پاملرنه و نه کړي د دې احتمال شته چې لا ډېر وګړي په اومیکرون بڼه اخته شي.
































