یونسیف اداره وايي د افغانستان په ډېری برخو کې یې سیار ټیمونه له مېندو او ماشومانو سره په مرستو بوخت دي. د یونسیف ادارې د اسیايي برخې مطبوعاتي څانګې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان او مېندې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
دغه اداره وایي چې سیار ټیمونه یې د افغانستان په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې کار کوي، له مېندو او ماشومانو سره مرسته کوي او تر څنګ یې د اړمنو پر سروې بوخت دي. سرچینه کاږي جدي اړتیا ده چې نړیوال مرستندوی بنسټونه په افغانستان کې له لوږې او خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره پر وخت اقدام وکړي او په دې توګه دوی له احتمالي ناورین وژغوري.
































