د خیبرپښتونخوا په سویل ډېره اسماعیل خان کې د سړک غاړې ماین چاودنې په پایله کې پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر پوسته تر برید وروسته چې دوه پوځیان پکې ووژل شول په ډېره اسماعیل خان کې هم د پوځ پر موټر سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. پوځ ویلي چې په پېښه کې ټپي شوي سرتېري یې روغتون ته وړي دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه پورې د یادې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو په دې وروستیو کې پر پوځ د شویو ډېریو بریدونو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.
































