د امریکا په تګزاس ایالت کې د یو نامعلوم کس په ډزو درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. فاکس نیوز د سیمې د پولیس چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د تګزاس ایالت ګارلند بنزین پمپ ته څېرمه په یو ستر پلورنځي کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو د ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. تر اوسه د پېښې انګېزه روښانه نه ده خو پولیسو ویلي چې د پېښې په سیمه کې یې د مجرم د نیولو په موخه د لټون عملیات پیل کړي دي.
































