د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړي کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن د کانګریس له لوري د دفاعي بودیجې تایید شوې طرحه توشیح کړه.
په دې کې د هغه کمیسیون لپاره هم بودیجه ځانګړې شوې چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت او ماتې وڅېړي. دا کمیسیون به شپاړس غړي لري چې خپل لومړنی راپور به د یوه کال په اوږدو کې خو وروستی راپور به یې د درېیو کالونو په اوږدو کې وړاندې کوي. د امریکا کانګریس وایي په دې راپور کې له راغلې مواردو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخیستل کېږي.
ځينې امریکایي استازي بیا په دې باور دي چې د څېړنې په لړ کې هغه کسان باید جزايي چې د ماتې او اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو لامل دي.
































