اسراییلو د سوریې پر یوه مهم بندر هوایي بریدونه کړي دي. د اسراییلو دفاعي چارواکو ویلي چې دا د سوریې تر ټولو مهم او ستر بندر دی چې سوریې ترې د ځینو ورانکاره فعالیتونو په برخه کې کار اخیست.
بلخوا د سوریې حکومت بیا ویلي چې اسراییلو پر دغه بندر د توغندیو برید کړی دی خو ډېر دغه توغندي د دوی د دفاعي سیستم له لوري دفع شوي دي. د سرچینې په خبره اسراییلو دوی ته مالي زیانونه اړولي خو دوی بریالي شوي چې د لا ډېرو تلفاتو او زیانونو مخه ونیسي.
اسراییل بیا وایي دوی خپل هدفونه په نښه کړي دي او عملیات بریالي وو.
































