امریکا کې په دوو جلا وسله والو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکا پولیس چارواکو ویلي چې د امریکا د کلوراډو ایالت په دنور او لیکوود سیمو کې په وسله والو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور سخت ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې یو وسله وال کس د دنور ښار په یوه میټرو کې په خلکو ډزې کړې دي او له هغه ځایه څنګلوري لیکوود ته تللی دی او هلته هم پر خلکو تر ډزو وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. تر اوسه پورې د پېښې انګېزه څرګنده نه ده خو پولیسو ویلي چې ممکن سړي رواني ناروغي لرله خو ټینګار یې کړی دی چې تر څېړنو وروسته به وروستي معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
































