د افغانستان ا.ا د قطر دفتر غړي او ویاند او دغه راز ملګرو ملتونو ته د طالبانو له لوري معرفي شوي استازي سهیل شاهین ویلي چې په اسلام کې حاکمان د خلکو خدمتګاران وي. هغه پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په اسلام کې حاکمان د خلکو پر زړونو واکمني کوي نه د هغوی پر اوږو. نوموړي زیاته کړې ده چې د خلکو پر زړونو واکمني د دوی اصلي هدف دی او هڅه کوي چې دا مسئله په حقیقت بدله کړي. شاهین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته غربي رسنیو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو راپورونه ورکړي دي خو طالبان وایي چې عمومي عفوې سره هیچاته د دوی له لوري کوم ګواښ متوجه نه دی.
































