د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي پرېکړه شوې چې نن به د تورخم دروازه د هغو مسافرو پر مخ پرانیستې وي چې په پاکستان کې د لارو د تړل کېدو له امله بند پاتې وو. ټاکل شوې چې نن لسګونه کسان له دغه لارې هېواد ته د ننه شي خو افغان حکومت وایي چې هلته یې بشپړ امنیتي او روغتیايي تدابیر نیولي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي روغتیایي ټیمونه په سیمه کې دي او دوی به تر معانیاتو وروسته مسافرو ته د راتګ اجازه ورکوي. ټاکل شوې چې دغه لاره به د سوداګریزو کاروانونو پر مخ هم پرانیستې وي.
































