وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان سره د تاجکستان پولې ته څېرمه د تدابیرو د زیاتولو ترڅنګ وویل چې له افغانستان څخه سیمې ته د ترهګرۍ د خورېدو امکان شته دی، د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په دې اړه د پوتین اندېښنه بې ځایه بللې او ټینګار یې کړی دی چې افغانستان هیچاته ګواښ نه دی. نوموړي زیاته کړې ده چې افغانستان کې اوس امنیت تامین دی او تر دې وروسته د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد ته له افغان خاورې څخه کوم ګواښ متوجه نه دی. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ا.ا په وار وار ویلي چې دوی به هیچاته د نورو پر ضد د افغان خاورې کارولو اجازه ورنه کړي.
































