په برازیل کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برازیل تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه باهیا ده چې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي. د باهیا ایالت چارواکو ویلي چې د وروستیو سیلابونو له امله ۷۲ ښارونه او ښارګوتي په بېړني وضعیت کې قرار لري. هغه زیاته کړې ده چې دوی د باهیا په تاریخ کې تر ټولو د سترې فاجعې شاهدان دي. نوموړي ویلي چې مرستندویه ډلې یې هڅه کوي چې په ځپلو سیمو کې خلکو ته لومړني خدمات ورسوي.
































