د ایران د اټومي مذاکراتو په اړه خوشبیني ډېره شوې ده. روسیې او ایران ویلي چې مذاکرات ښه پر مخ روان دي او هیله مندي ډېره شوې ده. ددې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په محتاطه توګه ویلي چې خبرې یو څه په مخ تللې دي خو ډېره هیله مندي نه ده په کار.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي دوی تمه لري چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او یوازې د وخت ضایع کول نه وي. بلخوا د اروپايي ټولنې ځینې غړو بیا خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره فرصت په چټکۍ کمېږي او ایران یوازې څو اونۍ لري چې دا مسئله له نړیوالو سره حل کړي.
































