په امریکا او فرانسه کې د کرونا د اومیکرون بڼې پراختیا ریکارډ جوړ کړی دی. امریکایي چارواکي وايي چې په امریکا کې په یوه ورځ کې د کرونا اومیکرون بڼې ۴۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
بلخوا روغتیايي چارواکي وایي دا شمېره تر دې هم لوړه ده، ځکه د کریسمس د رخصتیو له امله ډېر خلک پر وخت روغتونونو ته نه ورځي. همدا راز په فرانسه کې هم په یوه ورځ کې د اومیکرون ۱۸۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د کرونا اومیکرون بڼه تازه په اروپا او امریکا کې د پراختیا په حال کې ده، روغتیايي چارواکي وايي ددې بڼې پراختیا خورا چټکه ده، خو خطر یې تر نورو بڼو کم دی. روغتیايي اداراتو پر خلکو غږ کړی چې سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او ځان له دې ویروس وژغوري.
































