په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هېواد کې په بېلو لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې پېښې څېړلې دي. دده په خبره له دې ډلې ۱۶۸ یې مثبتې وې. همدا راز په همدې موده کې ۹ کسه دکرونا له امله مړه شوي او ۳۷ نور ترې جوړ شوي هم دي. له وروستیو شمېرو سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۹۲ ته ورسېد، د مړو شمېر ۱۰۴ او د بېرته جوړو شوو شمېره بیا ۴۵۸ ته رسېدلې ده.
































