روسیې یو ځل بیا ویلي چې پر سوریې د اسراییل بریدونه په سیمه کې بې ثباتۍ ته لار اواروي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ځانګړي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي ویلي چې دوی په سوریه باندې وروستي بریدونه څېړي خو ټینګار کوي، هر هغه برید چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کېږي دوی یې غندي او ورسره کلک مخالف دي. هغه څرګنده کړې ده چې ورته مبهم بریدونه په سوریه کې موجود وضعیت نور هم ترینګلی کوي. نوموړي زیاته کړې ده چې مسکو به په هیڅ صورت د داسې بریدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او که چېرته په دقیقه توګه یادو بریدونو کې د اسراییل لاس لرل ثابت شي نو سخت ځواب به یې ووایي.
































