وروسته تر هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار لګولو چارې پایته په رسېدو دي، د افغانستان ا.ا د نوموړي د څرګندونو غبرګون کې ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن سیم لګولو په اړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ هیڅ ډول توافق نه دی شوی. د یادونې ده چې وړاندې تر دې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وو چې پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن سیم لګولو پر سر له طالبانو سره رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده او د ا.ا له دولت سره به د دې پروژې د بشپړولو په موخه خپل کار ته دوام ورکړي.
































