د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې په بېړه له افغانستان سره بشري مرستې وکړي. نوموړي ویلي چې لویدیځ د نننۍ نړۍ تر ټولو ستر بشري بحران په اړه ویده دی. براون زیاته کړې ده چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي خو امریکا او ملګري یې پر دې بحران سترګې پټوي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی دی چې ډېر ژر باید د پیسو ټولولو لپاره یو نړیوال کنفرانس راوبلل شي څو د افغانستان لپاره د ۴.۵ میلیارد ډالرو مرسته برابره کړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر مرستندویه سازمانونو له نړیوالې ټولنې څخه له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.
































