روسیه او امریکا د ایران پر مسئله خبرې کوي. سره له دې چې له ایران سره په وین کې د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات پيل شوي دي، خو تر دې دمه محسوسه پایله نه لري، له همدې امله بایډن او پوتین نن پنجشنبه ددغه هېواد او شته مسایلو په اړه خبرې کوي.
د سپینې ماڼۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې مذاکراتو کې به د اوکراین پر مسئله هم خبرې وشي. دا خبرې داسې مهال کېږي چې امریکا غواړي د اټومي توافق لپاره پر ایران فشارونه ډېر کړي او ان د نظامي برید خبرداری یې هم ورکړی دی.
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي چې دوی له ایران سره جګړې ته تیار دي او په خبره یې جګړه به خونړۍ وي خو ګټونکې یې امریکا ده.
































