سعودي عربستان په سیمه کې د ایران د چلند په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان ددغه هېواد په مشورتي شورا کې د خبرو پر مهال ویلي چې ایران له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټومي پروګرام او توغندیو د مسئلې په برخه کې همکاري نه کوي.
ملک سلمان وايي ایران له کلونو راهیسې په ټوله سیمه کې امنیتي ګواښونه جوړ کړي دي او دا هېڅ لوري ته د منلو نه دي. هغه پر ایران غږ کړی چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او خپل چلند بدل کړي.
عربستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د ایران او نړیوال ترمنځ پر اټومي پروګرام خبرې روانې دي خو داسې برېښنې چې پرمختګونه نه دي رامنځ ته شوي. عربستان بیا پر ایران د لا ډېرو فشارونو غوښتونکی دی.
































