د کرونا اومیکرون او دلتا بڼو په نړۍ کې توپان جوړ کړی دی. د روغتیا نړیوالې ادراې مشر تدروس ادهانوم په تازه څرګندونو کې د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت اندېښمنوونکی بولي.
هغه وایي په ډېری اروپايي هېوادونو او امریکا کې د اومیکرون او دلتا بڼو د یو ځای کېدو له امله د کرونا توپان رامنځ ته شوی دی او پر روغتونونو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده. هغه تمه ښيي چې د نړۍ روغتیايي ادارې او سیاستوال وکړی شي په ښه تدبیر سره رامنځ ته شوی وضعیت مدیریت کړي.
ادهانوم داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د فرانسې په څېر په ځینو اروپايي هېوادونو او امریکا کې د اومیکرون چټکې پراختیا د مثبتو پېښو ریکارډونه جوړ کړي دي.
































