د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولشموله سیاسي جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي له سینهوا خبري اژانس او سي ایم جي سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې اوسمهال افغانستان د اقتصاد، د خلکو د ژوند، امنيت او ادارې په برخو کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دی، چين به له ټولو افغانانو سره دوستانه تګلارې ته دوام ورکړي او د افغانستان د ټولشموله سياسي جوړښت، د کورنیو حالاتو د ارامولو او بيارغونې په برخو کې به ورسره همکاري وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د نړۍ لوی هېوادونه چې د افغان مسئلې د حل کولو مسوولیت ورله غاړې دی باید د دغه هېواد د ستونزو په حل کې د عدالت پر اصولو ټینګار وکړي او خپلې پټې ګټې په پام کې ونه نیسي. دغه لوړپوړي چینایي چارواکي ویلي چې نړۍ باید له زور څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او په کورکورانه ډول پر دغه جګړه ځپلي هېواد بندیزونه ونه لګوي.
































