د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د سقوط پړه پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وراچولې ده او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان د سقوط لامل اشرف غني او پر هغه راټول کسان وو. نوموړي زیاته کړې ده چې افغانستان د اشرف غني په ګډون هغو فاسدو کسانو سقوط کړ چې پر ده راټول وو. روسیې یو وار مخکې تر دې هم پر اشرف غني د فساد تورونه لګولي دي او ویلي یې دي چې اشرف غني او د هغه ملګرو د افغانانو پیسې خپل شخصي جېبونو ته وهلې دي خو اشرف غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر ده لګول شوي تورونه په کلکه رد کړي دي او دغه راز یې ویلي چې د افغانستان د سقوط لامل پر نړیوالو شریکانو ځانګړې توګه پر امریکا د ده بې باور وو.
































