ازبکستان او اروپایي ټولنې د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره پر افغان سوله او نورو مسایلو خبرې کړې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي. دوی همدا راز د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی. دواړو لورو ویلي چې له جګړه ځپلي افغانستان سره به له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هم همکاري کوي. اروپایي ټولنې او ازبکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































