ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا ستونزه حل شوې ده او یاده برېښنا په بشپړه توګه بېرته وصل شوې ده. راپور کې د ازبیک چارواکو له قوله راغلي چې ازبیکستان له افغانستان سره د ۲۲۰ کیلوواټه په ظرفیت سره د برېښنا د تامین ژمنه کړې ده. ازبیک چارواکو ویلي چې دوی به د افغانستان له نوي حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه راز به په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تامین په صورت کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت راپور ورکړی و چې له ازبیکستان څخه افغانستان ته د برېښنا کچه نیمایي ته را ټیټه شوې ده خو دوی هڅه کوي چې ستونزه حل او برېښنا په ټول ظرفیت سره بېرته وصل کړي.
































