په تېر جمهوري نظام کې پر اهل هنود هېوادوالو باندې تر خونړیو بریدونو وروسته ډېر شمېر سیکهـ او هندو هېوادوال له هېواده وتلو ته اړل شول چې ډېر شمېر کډوال شوي پکې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وو خو هغوی د ا.ا له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې بېرته خپل هېواد ته د خپلو کورنیو د راستنولو خبره کړې ده. راپورونه وایي چې د ختيځ زون تنظیمه رییس او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل سره د ليدنې پر مهال جلال اباد ښار کې د اهل هنودو هېوادوالو کلانتر جسبير سنګهـ حکيم زاده ویلي، چې ډېر ژر به يې کورنۍ له بهره بېرته هېواد ته راستنې شي.
































