د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې په تیرو څو اونیو کې د سلګونو هغو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي چې په امریکا کې یې د بشردوستانه اقامت لپاره سپارلي و. د کډوالو د حقونو فعالین وايي، چې د جو بایډن حکومت په دې کار سره د خطر سره مخ افغانانو په برخې کې د مرستې کولو لپاره په خپلو ژمنو نه دی ولاړ. د امریکا د تکزاس په ایالت کې د کډوالۍ مدافع وکیلې کیتلین رووي اسوشییټډ پرس ته ویلي چې تازه د هغې د پنځو مؤکلینو غوښتنلیکونه چې یو یې د افغانستان د پولیسو پخوانی غړی دی، رد شوي دي. په همدې حال کې د امریکا تابعیت او کډوالۍ ادارې ویانده ویکټوریا پالمر وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته دې ادارې ته د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسېدنې څه باندې ۳۵ زره غوښتنلکیونه سپارل شوي چې ډیری یې د افغانانو دي. پالمر ویلي چې د دې غوښتنلیکونو څخه ډیر لږ یې مراحل بشپړ شوي چې ۴۷۰ یې تر اوسه رد او یوازې ۱۴۰ یې په مشروط ډول منل شوي دي.
































