اسلامي امارت وايي، د پخوانیو پوځي منسوبینو، قوماندانانو او نورو فعالانو د نیول کېدو، لادرکۍ او ربړونې پېښې د دوی لهخوا تعقیبېږي. د اسلامي امارت یوه ویاند احمد الله وثیق ویلي، اسلامي امارت د خپل مشر ملا هبتالله اخند د ټولبښنې فرمان ته ژمن دي. نوموړی وايي، دغه موارد دومره ډېر نه دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یادیږي. د ده په خبره په کوم ځای کې چې خپلسري او سرغړونه شوې وي، هغه به په کلکه څارل کیږي. تېره دوشنبه د ملي اردو د یوه کنډک د پخواني قوماندان ډګرمن رحمتالله قادري د وېډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې غوغا جوړه کړه. هغه چې په کابل کې نیول شوی، د طا لبانو لهخوا یې د شکنجې وېډیو خپره شوې ده.
































