د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي. د بلوچستان د اعلا وزیر د کورنیو چارو سلاکار ضیا الله لانګو ویلي، د ریموټ کنټرول بم چاودنه تیره شپه جناح سړک سره پر پولیسو شوې ده. د کوټې د پولیسو مشر فدا حسین وايي، چاودنه داسې مهال وشوه چې د جمعیت علمای اسلام ډلې غړي او پلویان د پېښې له ځای سره نږدې له یوې غونډې څخه کورونو ته روان ول. د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو چاودنه د ترهګریز برید په نوم یاده کړ او پکې یې پر مرګ ژوبلې خپګان وښود. ده زیاته کړه چې د برید عامیلن به د قانون منګولو ته سپاري. د برید مسؤلیت چا نه دی منلی. په بلوچستان کې یو شمېر بلوڅ بېلتونپالې او نورې وسلهوالې ډلې فعاله دي.
































