امریکايي سناتوران وایي له افغانانو ملاتړ د امریکايي حکومت اخلاقي مسوولیت دی. ګڼو امریکايي سناتورانو د مېرمنو د حقونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ځانګړې استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی او له بایډن یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې دغه سناتورانو ویلي چې له افغانانو په تېره له ښځینه وو ملاتړ د امریکا اخلاقي مسوولیت دی او باید دې مسئلې ته متوجه وي. دوی وايي چې دمګړی افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او امریکايي حکومت ته په کار ده چې د دوی د ملاتړ او مرستو لپاره لا ډېر اقدامات ترسره کړي.
































