د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طا لبانو حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع لا تر وخت مخکې خبره ده. سرګي لاوروف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په خپله پرونۍ مرکه کې ویلي، تر هغو چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړی نه وي، دوی په دې اړه پرېکړه نه شي کولی. نوموړی وايي، روسیه به د دې موضوع سره په تړاو له نړیوالې ټولنې سره په شریکه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د طالبانو لرې کولو پر لور تدریجي پرمختګ وکړي، چې په رسمیت د افغانستان نوي حکومت پېژندلو ته زمینه برابره شي. لاوروف دغه راز ویلي، مسکو په کابل کې د خپل سفارت له لارې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له استازو سره په اړیکه کې دی. طالبانو ویلي، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ټولو قومونو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.
































