د بغلان ولایت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د مسوولینو په خبره، دا پېښې تېره شپه ناوخته د بغلان ولایت مرکز په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي چې په نتیجه کې یې دوه تنه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په وینا، په دواړو پېښو کې د ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی. چارواکو د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي ښودلې ده.
































