د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پولو د ساتنې برخه کې د ا.ا د ځواکونو هڅې ستایلې دي او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ځواکونه باید نور هم خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه زیاته کړي. هغه دا څرګندونې په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له مسوولینو سره په لیدنه کې کړې دي. دفاع وزارت وایي چې سرپرست وزیر له البدر قول اردو څخه د لیدنې په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو د فعالیتونو ستاینه هم کړې ده او اړوندو چارواکو ته یې لازمې لارښوونې کړي دي. دفاع وزارت د پولو د ساتنې برخه کې د امینتي ځواکونو د هڅو ستاینه وروسته تر هغه کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان ا.ا ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د پاکستان له لوري د اغزن سیم تېرولو پر سر نښته شوې وه او هغوی یې شاتګ ته مجبور کړي وو.
































