هند پنځه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین نن افغانستان ته رالېږلي دي. په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي ویلي چې دغه مرسته په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ترلاسه کړې چې وروسته به د افغانستان نورو رغتونونو ته هم ولېږدول شي. د هغه په خبره، په را روانو څو اونیو کې به ۵ لکه ډوزه نور واکسین افغانستان ته ولېږدول شي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې تر اوسه پورې په افغانستان کې اووه نیم میلیونه کسانو کرونا واکسین کړي دي.
































