د پاسپورت ریاست عمومي رییس عالم ګل حقاني ویلي چې اوسمهال د امنیتي ستونزو له امله د پاسپورت ریاست بند دی، خو په خبره یې د امنیتي تدابیرو تر بشپړېدو وروسته به ډېر ژر بېرته په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي. هغه زیاته کړې ده چې پنجشنبه او جمعه چې د ا.ا ځواکونو ته ځانګړې شوې وه، لغوه شوې او دغه راز تر دې وروسته به د پاسپورټ اداره په یادو دواړو ورځو رخصت وي. د یادونې ده چې په کابل کې پر پاسپورت ریاست باندې تر یو ناکام ترهګریز برید وروسته په پلازمېنه کې د پاسپورټونو د وېش بهیر یو ځل بیا وځنډېد او خلک یې له سرګردانیو سره مخ کړل.
































