په نړۍ کې د کرونا له پراختیا سره هممهاله زرګونه پروازونه لغوه شوې دي. د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۵۰۰ پروازونه لغوه شې چې له دې ډلې یوازې ۲۵۰۰ یې په امریکا کې دي.
زرګونه کسان د پروازونو د ځنډ له امله له ستونزو سره مخ شوي دي او رسنیو ته یې ویلي، چې له یوې خوا د کریسمس رخصتي له بلې خوا د واورې سخت ورښت او د پروازونو ځنډ ورته ستونزې جوړې کړې دي. امریکايي ادارې بیا وایي چې د کرونا د اومیکرون بڼې د پراختیا مخنیوی په کار ده او خلکو ته په کار ده چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.
































