د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې د ایران سرحدي ځواکونو په وروستیو درېیو ورځو کې ۱۳۶ افغان مهاجرین وژلي او باید افغان حکومت په دې اړه نړیوالو مراجعو ته شکایت وکړي. نن د ولسي جرګې څلورو دایمي کمېسیونونو د افغان کډوالو وژل کېدو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او د هېواد امنیتي مسوولین ور غوښتي وو. د ولسي جرګې غړي ادعا کوي چې د غویي د ۱۱ پر ۱۲ شپه د ایران پوله ساتو ۵۰ افغان کډوال د هرات له ګلران ولسوالۍ سره سرحد کې وروسته له وهلو ټکولو سیند ته غورځولي چې له ډلې یې ۱۲ کسان ژغورل شوي او پاتې نور مړه شوي دي.
































