په کابل کې یو ځل بیا هم لسګونه کسانو د امریکايي بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی دی. لاریون کوونکي وایي چې امریکا دې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه او لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل هېواد جوړ کړي.
لاریون کوونکي وایي د امریکا د بندیزونو له امله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ترینګلی شوی دی او دلته روان کاروبارونه او سوداګري له ستونزو سره مخ شوي دي. دوی همدا راز په افغانستان کې له نوي حکومت ملاتړ کړی دی او تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
له هغه وروسته چې په کابل کې نوی حکومت پر واک شو، امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دلته یې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې دي.
































