امریکا کې یوې پراخې اورلګېدنې ۱۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه سوځولي دي. رویټرز اژانس د چارواکو له قوله ویلي، د امریکا لوېدیځ په کلوراډو ایالت کې د شدیدې طبیعي اورلګېدنې له امله نږدې ۱۰۰۰ کورنه سوځېدلي او د دې ایالت زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د چارواکو په خبره، دا اورلګېدنه د تېرې پنجشنبې په ورځ د دنور ښار شمالي لوري بولډېر سیمه کې پیل شوه چې وروسته د ښار نورې سیمو ته هم خپره شوه. د دې ایالات امنیتي چارواکي وايي، د دې اور لګېدنې پر مهال درې کسان ورک شوي او داسې وېره ده چې په اور کې به سوځېدلي وي. ولسمشر جوبایډن دا پېښه یو ملي ناورین بللی او له قربانیانو سره یې د مالي مرستې ژمنه کړې ده.
































