د ایران پاسداران ځواک ویلي چې تېره ورځ یې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې پنځه غله وژلي دي. د ایران نیمه پوځي انقلابي ساتونکو (پاسداران) ویلي چې دا نښته د شنبې په ماښام د سیستان بلوچستان په کورین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې پنځه غله او درې د پاسداران سرتېري وژل شوي دي. پاسداران وایي چې په دې نښته کې لږ تر لږه پنځه وسله وال ټپيان شوي هم دي. سیستان بلوچستان افغان پولې ته نږدې هغه ولایت دی چې د القاعده ډلې جیش العدل وسله وال هم پکې فعالیت کوي او وخت ناوخت پکې له ایراني ځواکونو سره د وسله والو نښتو راپورونه هم ورکول کېږي.
































