پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري سرحدي قول اردو قومندان ویلي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځواکونه ځای پر ځای کوي. بلال د یو شمېر سرتېرو د فراغت مراسمو ته په وینا کې ویلي چې تازه فارغ شوي سرتېري به ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځای پر ځای شي څو افغان خاورې ته د متوجه ګواښونو مخنیوی وکړي. په ورته وخت کې د دغې قول اردو یو بل لوړپوړي چارواکي اسد ویلي چې ا.ا هیچاته د نورو پر ضد د افغان خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دغه راز به هیڅ هېواد ته افغان پولې ته څېرمه د نظامي مانورونو ترسره کولو اجازه هم ورنه کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی له ګاونډیو هېوادونو سره نږدې اړیکې غواړي خو د هېواد په کورنیو چارو کې د چا لاسوهنه نه شي زغملی. نوموړي دغه راز ټینګار کړی دی چې که چېرته افغانستان د کوم هېواد له لوري وګواښل شي نو دوی به یې هم پر وړاندې په متقابل عمل لاس پورې کړي.
































