د ملګرو ملتونو د یونیسف اداره وایي چې د کرونا وبا له امله په ټول افغانستان کې تر ۹،۵ میلیونه زیات ماشومان له ښوونځیو بهر پاتې شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې یونیسف ادارې تر دې مخکې ویلي و، چې د کرونا له امله په ټوله اسیا کې ۴۵۰ میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شوي دي. خو د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دوی د زده کوونکو د زده کړولپاره پر ځینو بدیلو لارو چارو غور او اقدامات کړي دي. په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشرابوبکر کمپو وايي، د کرونا ناروغي په افغانستان کې ماشومانو ته هم خطرناکه ده. هغه زیاته کړې، لکه څرنګه چې په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې شخړه روانه ده او په ټولنه کې غربت هم زیات شوی، دغه راز کرونا دا ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي. نوموړی وایي، د غربت ترڅنګ امنیتي ستونزې هم ډېرې او دې ټولو د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.
































