امریکا اوکراین ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین له ولسمشر ویلاديمیر زیلنسکي سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې دواړو لورو پر روان وضعیت او د روسیې پر تحرکاتو بحثونه کړي دي.
بایډن ډاډ ورکړی چې امریکا د روسیې د اقدام په صورت کې د اوکراین تر څنګ ولاړه ده او په خبره یې که اړتیا پېښه شي نو ناټو به روسیې ته سخت ځواب ورکړي.
بايډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د اوکراین پر مسئله یې له پوتین سره شاوخوا ۵۰ دقیقې تلیفوني مکالمه لرله، خو کومه محسوسه پایله یې نه لرله او یو بل ته د خبرداري په ورکولو پای ته ورسېده.
































