امریکا د جګړې له شدت او سولې هوکړې د ماتېدو له ګواښ سره سره د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکړې ده. میلټري ټایمز امریکایي نشریه وایي سره له دې چې د مارچ میاشتې له پیله بیا د مې میاشتې تر دې دمه د طالبانو په جګړو کې ۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی، خو داسې راپورونه شته چې امریکا بیا هم د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده. میلټري ټایمز وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هوکړې د ماتېدو او نه عملي کېدو ګواښ هم ډېر کړی دی خو بیا هم امریکا ددې هر څه پروا نه ساتي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي. امریکايي عسکرو په وروستیو ورځو کې په هلمند کې د افغان ځواکونو یوه روزونکې ډله ایستلې او ویل کېږي چې دمګړی د امریکايي ځواکونو شمېر په افغانستان کې تر لس زره هم ټيټ شوی دی. میلټري ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د امریکا دغه ډول بېړني اقدامات د اندېښنې وړ دي او په کار ده چې د جګړې د پای لپاره اساسي ګامونه اوچت شي.
































