امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې هڅه وکړه چې د دغه هېواد اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز سیسټم غربي کړي او د دغه هېواد په فرهنګ کې د ځان په ګټه بنسټیز تغیرات راولي خو په دې کار بریالي نه شول او بلاخره یې دغه هېواد له سلګونه ننګونو سره مخ یوازې پرېښود. ایرنا خبري اژانس د چارو د ایراني شنونکو له قوله ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل امریکا ده او د همدغه هېواد د شل کلن ناکام ماموریت له امله افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي. شنونکي وایي چې امریکا د افغانستان په نظام کې د خپل غیر سنجیده سیاست له مخې د تغیراتو غوښتونکې وه چې ونه توانېده. دوی وایي چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو پړه د امریکا پر غاړه ده ځکه دوی شل کاله په دغه هېواد کې یوازې او یوازې وژنې وکړې او افغانستان یې له سختو کړاونو سره لاس او ګریوان یوازې پرېښود. هغوی زیاته کړې ده چې اوس د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې د سیمې د اقتصادي او سیاسي ثبات په خاطر له بحران څخه د دغه هېواد په ایستلو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
































