د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دې پېښه کې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې پوځ د یادې چاودنې پخلی کړی دی خو ویلي یې دي چې په یاده پېښه کې یې یوازې دوه پوځیان سرسري ټپيان شوي دي. د چاودنې پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده او تر اوو پورې پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































