امریکا وايي افغان حکومت دې د ایراني عسکرو له لوري د افغان مسافرو د وژل کېدو قضیه وپلټي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي پر دې مسئله ډېر خواشینی دی او دا د نه بښلو وړ بشري جنایت دی. د پمپیو په خبره افغان حکومت ته په کار ده چې دغه قضیه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د پېښې له عاملینو سره حساب کتاب وشي. له دې سره هممهاله اروپايي ټولنې هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی دی. اروپايي ټولنې ویلي افغان حکومت دې د یادې مسئلې هر اړخیزه پلټنه وکړي. سرچینې همدا راز ویلي دوی له افغان حکومت سره له ایران او پاکستان د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې مرستې ته هم تیار دي.
































