کاناډا له ایران د اوکرایني الوتکې د ویشتلو له امله ۱۰۷ میلیونه غرامت غواړي. د راپورونو له مخې د کاناډا یوې محکمې د ایران د هغه ترهګریزې کړنې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه، چې په قصدي توګه یې یوه اوکرایني الوتکه ویشتلې وه او په پېښه کې یې ټوله سپرلي ووژل شوه.
د الوتکې ګڼ مسافر د افغانستان، اوکراین، ایران او کاناډا وو. اوس کاناډايي محکمې ویلي چې ایرانی حکومت باید د پېښې کاناډايي قربانیانو ته ۱۰۷ میلیونه ډالر غرامت ورکړي. محکمې همدا راز ویلي چې الوتکه په قصدي توګه ويشتل شوې ده او دا پېښه باید د ایراني حکومت له لوري د یوې ترسره شوې ترهګریزې پېښې په توګه ثبت کړل شي.
ایران دغه الوتکه په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال په نښه کړه چې د تهران له هوایي ډګر یې پرواز وکړ، خو تر پرواز څو دقیقې وروسته د اور خوراک شوه.
































