سعودي عربستان وایي ایران ته عذر کوي چې د سیمې له نارامولو لاس په سر شي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فر حان وایي ایران په ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ لاس پورې کړی دی او تازه دریځونه به یې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښونه او خطر جوړ کړي.
هغه وايي عربان خپلو ایراني وروڼو ته عذر کوي چې نور دې په سیمه کې له نارامولو او جګړو لاس واخلي. هغه زیاته کړې چې د ایران تازه اټومي فعالیتونه نه یوازې دغه هېواد ته ګټه نه کوي، بلکې پر خپل دریځ درېدل به یې دوی سخت زیانمن کړي. عربستان تمه ښيي چې نړیوال وکړی شي ژر له ایران سره پر اټومي موضوعاتو یوې هوکړې ته ورسېږي.
































