په پاکستان کې تېر کال د وړم کال په پرتله پر پوځ په بریدونو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په پاکستان کې د جګړو او امنیت یوه څېړنیز مرکز په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې پر پوځ بریدونه ډېر شوي دي.
راپور کې وایي دا بریدونه تر هغه وروسته څو برابره ډېر شول چې په کابل کې د طا لبانو په مشرۍ نوی حکومت رامنځ ته شو. سرچینه کاږي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر پاکستاني عسکرو ۲۹۴ بریدونه شوي چې په دې لړ کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
له دې ډلې نیمایي یې د پاکستاني پوځ ملیشه دي. دا بریدونه په پاکستان کې تر ډېره د پاکستاني طا لبانو غورځنګ کوي او په دغه هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام غوښتونکی دی.
































